د کانونو او پټرولیم وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د دې وزارت وزير ملا هدایتالله بدري، افغانستان کې د چین له سفیر او د MCCT او MJAM شرکتونو له مسوولینو سره چې د مس عینک پروژې قرارداد ورسره دی، ليدنه ترسره کړې.
سرچينې زياته کړې، چې دې ليدنه کې د مس عینک کان د قرارداد له مخې د ټاکل شويو مکلفیتونو او ژمنو د نه پلي کېدو په اړه بحث او خبرې شوي.
ښاغلي بدري ټینګار کړی، چې شرکتونه دې د تړون له شرایطو سره سم عملي ګامونه واخلي او د پروژې چارې دې پر وخت پر مخ یوسي.
له بل لوري د مس عينک پروژې د قراردادي شرکتونو مسوولینو ډاډ ورکړی چې هڅه کوي د پروژې کارونه په ښه ډول پر مخ يوسي.
