د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، د کونړ ولایت زلزلهځپلو کورنیو ته د ننګرهار ولایت ښېوې ولسوالۍ کې په زر جریبه ځمکه کې نوي جوړ شوي ښارګوټي کې استوګنیزې نمرې وویشل شوې.
یاد ښارګوټی د معیاري ښاري پلان له مخې طرحه شوی، چې پکې د اوسېدو نمرې، سړکونه او بنسټیزې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر ویلي، چې افغان حکومت هڅه کوي چې زلزلهځپلې کورنۍ پیاوړې کړي او د ټولنې د فعالو غړو په توګه یې وروزي.
دنوموړي په اند له دې سره به یادې کورنۍ د مرسته له اخیستونکو څخه مرسته کوونکو کچې ته ورسېږي.
