د ننګرهار ولایت مقام رسنیز دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه ولایت د چپرهار ولسوالۍ امنیتي ځواکونو یو تن د انسان‌تښتوونکو له‌ منګولو ژغورلی او خپلې کورنۍ ته سپارلی دی.

د خبرپاڼې له‌مخې، ژغورل شوی کس موټرچلوونکی دی او درې ورځې وړاندې د چپرهار ولسوالۍ له اړوندو سیمو تښتول شوی و او انسان‌تښتوونکو یې له کورنۍ څخه د سل زره امريکايي ډالرو غوښتنه کړې وه.

ورته مهال ژغورل شوي کس او کورنۍ يې له امنيتي ځواکونو مننه کړې، چې پر وخت يې اقدامات کړي او دوی يې له ځاني او مالي زيانه ژغورلي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version