د پکتیا امنیه قومندانۍ وایي، امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د یو لړ چاڼېزو عملیاتو په ترڅ کې ۸۴ میله بېلا بېلې وسلې، چې په ناقانونه توګه ساتل کېدې، کشف او ضبط کړې دي.‏

سرچینه زیاتوي، چې دغه وسلې د قانوني مراحلو تر بشپړېدو وروسته د بیت‌المال د ثبت او تثبیت کمېټې ته سپارل شوې دي.

‏پکتیا امنیه قومندانۍ ډاډ ورکړی، چې امنیتي ځواکونه به هیڅ چا ته ته اجازه ورنه‌کړي، څو د جنايي او مشکوکو کړنو له لارې عامه امنیت اخلال کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version