کابل کې امنیتي ځواکونو د مهرالله په نوم د شر و فساد ډلې یو کس نیولی دی.

مهرالله چې د کابل د باغ قاضي سیمې اوسېدونکی دی، له فتحې وړاندې په غلا، وژنو، تښتونو او نورو جنایتونو کې ښکیل و.

نوموړي د افغانستان اسلامي امارت له فتحې او عفوې وروسته د شر و فساد له یو بل مهم غړی حسیب قوای مرکز سره یو ځای د نظام پر وړاندې بغاوت وکړ.

مهرالله اوس د امنیتي ځواکونو له څارنې وروسته نیول شوی چې کابل ښاریانو بیا په ځانګړي ډول د باغ قاضي سیمې اوسیدونکو د ده په نیولو خوښي څرګنده کړې.

له دې وړاندې هم امنیتي ځواکونو په بیلابیلو سیمو کې د نظام پر ضد بغاوتګر یا نیولي او یا یې له منځه وړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version