محمد فیصل

افغانستان یو مهال د خپل ځانګړي ټولنیز جوړښت او زغم له مخې د نړۍ کم سارو هیوادونو کې شامل و.

دلته کرکې ځای نه درلود.وروستیو جګړو افغانستان ته په هر لحاظ بیخي ډیر زیان واړوه او د افغان ټولنې یوه زیاته برخه خلک نورو هیوادونو ته د بیلابیلو لاملونو له امله کډوال شول.

دغو کډوالو کې یوه برخه افغان سکان او هندوان هم وو چې له لسیزو د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې میشت وو او ارام ژوند یې درلود.

له شوروي یرغل وړاندې شاوخوا اووه لکه سکانو او هندوانو په افغانستان کې ژوند کاوه.

شوروي یرغل د نورو افغانانو تر څنګ زرګونه افغان سکان او هندوان افغانستان پریښودو ته اړ کړل. دوی د افغانستان اصلي اوسیدونکي وو.

د نجیب الله د حکومت له سقوط وروسته د مجاهدینو تر منځ کورنیو جګړو یو ځل بیا د نورو افغانانو تر څنګ افغان سکان او هندوان کډوالۍ ته اړ کړل.

د سکانو او هندوانو په وینا د مجاهدینو تر منځ کورنۍ جګړې دوی تر ټولو بد وضعیت سره مخ کړل.

راویل سنګ چې یو افغان سک دی، په ۲۰۱۷ کې یې الجزیرې ته ویلي چې د مجاهدینو تر منځ کورنۍ جګړې پر مهال افغان سکان او هندوان وځورول شول، ځمکې ترې په زور واخیستل شوې او آن ووژل شول. هغه زیاتوي چې تښتونې یې هم وشوې.

کله چې تیر ځل د افغانستان اسلامي امارت راپورته شو او د شر و فساد لمنه یې ټوله کړه، نو افغان سکانو او هندوانو هم د ارام ساه واخیسته.

په وروستیو شلو کلونو کې د جمهوري نظام پر مهال چې غصب لا هم زور کې وو، د شر و فساد یو شمیر غړو د سکانو او هندوانو ځمکې او کورونه غصب کړل.

په هغو کلونو کې هم د زور زیاتي، ناامنیو او د وخت د حکومت د نه پاملرنې له امله سکان او هندوان له افغانستانه د وتلو په حال کې وو.

په ۲۰۱۷ کې د افغان سکانو او هندوانو شمیر له اووه لکو څخه اووه زرو ته راښکته شوی و.

د تیر حکومت له منځه تللو او د اسلامي امارت له بیا واک ته رسیدو وروسته چې د غصب د مخنیوي کمیسون جوړ شوی، تر اوسه یې زرګونه جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه کړې ده.

یاد کمیسون د سکانو او هندوانو د ځمکو خلاصون ته هم پاملرنه کړې ده او ژمنه یې کړې چې ملکیتونه به یې بیرته ورګرځوي.

دا دویم ځل شو چې اسلامي امارت افغان سکان او هندوان ژغوري او هغوی د ارام ساه اخیستلو ته هڅیږي.

په کاناډا کې میشت افغان سک نریندر سنګ خالصه افغانستان ته راغلی وو او افغان چارواکو سره یې کتنې هم کړي. هغه ته ډاډ ورکړل شوی چې حقوق به یې ورکړل شي.

افغان سکانو او هندوانو ته د خپلو ځمکو بیرته ګرځولو او حقوقو ورکولو دا هیلې پیدا کړي چې تللي سکان او هندوان به بیرته افغانستان ته راشي او د افغانستان په اقتصاد غوړیدو او نورو هیوادونو سره د افغانستان اړیکو ته پرمختګ ورکولو کې به خپل رول ولوبوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version