کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې، ‏د کندوز امنیه قومندانۍ جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د نقلیه وسایطو د غلو لس کسیزه وسله وال بانډ نیولې ده.

د یاد وزارت په وینا، دې وسله‌وال بانډ په کندوز ښار او ولسوالیو کې څو موټر سایکلونه او موټرې غلا کړې وې او غوښتل یې چې دغه وسایط د پلور په موخه نورو ولسوالیو ته ولېږدوي چې د کندز ښار په لومړۍ ناحیه کې لاس په لاس نیول شوي دي.

د معلوماتو له مخې ‏د غلو له یاد بانډ څخه پولیسو پنځه غلا کړي موټرسایکلونه، یو سراچه موټر او یو میل وسله لاسته راوړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version