کورنیو چارو وزارت وایي، د کندوز ولایت امنیې قومندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو یو حرفوي او مسلکي غل د شپږ سوه زره افغانیو په ارزښت د سرو زرو د غلا په تور نیولی.
یاد کس د خان اباد ولسوالۍ په بندر سیمه کې نیول شوی.
سرچینې زیاته کړې، چې نیول شوی کس له لومړنیو پلټنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوی دی.