لیکوال: نوین ساپی

په تېرو شلو کلونو کې افغانان د اخترونو او خوشحالیو په لمانځلو نه وو پوهېدلي، چې اختر څنګه ولمانځي، خپلې خوشحالیانې له نورو سره څنګه بدرګه کړي؟د اختر په شپو او ورځو کې به خلکو د خوشحالیو پر ځای د ځان د خوندي کولو هڅې کولې، تر څو له ګڼې ګونې په امن کې شي، کوم ځای کې به چې ګڼه ګونه وه، یابه میلې کېدلې، هلته به د وېرې ډېر احساس کېده، چاودنې او وژنې به تر ډېره په میله ځایونو کې ترسره کېدلې.

له نن څخه تقریبا (۷) یا (۸) کاله وړاندې، د یوې مور د خولې چغارې مې تر اوسه هم په غوږو کې انعکاس کوي، چې اولادونه یې له کوره بهر د لوی اختر په میله وتلي وو، چې بالاخره په یوه چاودنه کې یې خپل خوږ ژوند وبایلود، د دې خبر په اورېدلو یې مور په ژړا او چیغو سر شوه، یوه خبره به یې په ژړا، ژړا کې کوله چې، خلک په اخترونو کې څاروي حلالوي/قرباني کوي، ما مې خپل زوی قرباني کړ، دې خبرو به یې د خلکو زړونه اره کول.

له داسې واقعو وروسته به هېڅ چا میله ځایو ته زړه نه ښه کوه، اختر به هم چا په صحیح معنی نه تجلیلوه، ځکه چې امنیتي پېښي اوج ته رسېدلې وې، د خوښیو پر ځای به د غم، وېرې او وحشت فضا خوره وه.

خوشبختانه، د اسلامي امارت راتګ او د جهاد د سپېڅلې لارې حقیقي مجاهدینو د وطن با احساسه بچیو حضور، په هیواد کې د سولې، امن، ورورګلوۍ او یوالي بنسټ کېښود.د تېر نظام له سقوط وروسته مو چې کوم اخترونه ولمانځل، په دې وپوهېدلو چې مونږ افغانان د اختر په نامه خوشحالي لرو؛ له ستر ربه ډېر مشکور یو چې، د اسلامي نظام پېرزوینه یې پر مونږ وکړه.

د ویلو ده چې د کورنیو چارو وزارت کړنې باید وستایل شي، د لوی اختر په شپو او ورځو کې د ځانګړو امنیتي تدابیرو خبر هم ورکړی دی، د دې وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع په یوه ویډویي پیغام کې د اخترونو او نورو جشنونو کې، ګڼو ترافیکي پیښو ته په اشارې ویلي چې (د لوی اختر په مناسبت د زړه بوږنوونکو ترافیکي پیښو د مخنیوي په موخه ټولو هیوادوالو ته سپارښتنه کېږي چې، د موټر چلولو پر مهال ترافیکي اصول او قواعد په جدي توګه مراعت کړي) ښاغلي قانع په خپلو خبرو کې دا هم ویلي دي چې، (خلک دې د نورو د خوندیتوب په هدف په دې شپو او ورځو کې له هوایي ډزو څخه ډډه وکړي).

د نیکمرغه لوی اختر د رارسېدلو په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده صاحب حفظه الله تعالی د مبارکۍ پیغام کې یادونه کړې چې، په داسې حال کې نیکمرغه لوی اختر راځي چې، د شرعي نظام او سرتاسري امن څخه برخمن یو، نو ټول باید د الله تعالی شکر اداء کړو.

خدای تعالی دې دا نیکمرغه لوی اختر د هیواد د ابادۍ، د تل پاتې امن، د مینې او محبت باعث وګرځوي، هره ورځ مو اختر او اختر مو بختور.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version