د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روانې فبرورۍ میاشتې پر شپږویشتمه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي.نصیر احمد فایق په ملګرو ملتونو کې د تېر حکومت نه پاتې د افغانستان استازي رسنیو ته تائید کړې چې، دغه غونډه د دوحې غونډې پر تعقیب او د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه‌لیک له مخې دایریږي.ښاغلي فایق د روانې غونډې په اړه داسې ویلي:(( د افغانستان په تړاو د روانې فبرورۍ میاستې په 26 د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوه ځانګړې غونډه جوړوي. د دې غونډې ګډونوال به د امنیت شورا سرمنشي او غړي ووسي، سر منشي به د ۲۷۲۱ پرېکړه‌لیک پر پیروۍ د ځانګړي استازي د ګومارنې او دوحې کنفرانس په هکله به د امنیت شورا ته راپور وړاندې کړي))په ۲۷۲۱ پریکړه‌لیک کې امنیت شورا د ملګرو ملتونو له سرمنشي غوښتي چې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکي. خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ځانګړنې څه دي او څوک د دغې څوکۍ نوماندان دي؟((یوه، دوه تنه نوماندان له ترکیې دي، له اندونیزیا او ناروې دي او ټاکل شوې وه چې له اردن څخه هم څوک وي. د استازي ځانګړنې چې په پرېکړه‌لیک کې ذکر شوې دي، باید هغه کس وي چې د افغانستان پر سیاسي مسایلو واکمن وي، پر دغه بحث له تاریخي او اجرايي پلوه پوه وي او سیمه وپېژني او د افغانستان د سیاسي مسایلو او په جدي توګه ښکېلو هېوادونو سره هېڅ ډول اړیکې او نږدېوالی ونه‌لري. ورته مهال، د بشري حقونو او جنسیتي موضوع په برخه کې اړینې وړتیاوې ولري)) دا څرګندونې په جنیوا کې د افغانستان د دایمي څوکۍ سرپرست نصیر احمد اندیشه کړي دي.همهاله، په قطر کې د سر پرست حکومت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهين له یوې جاپاني رسنۍ سره په خبرو کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې د سرپرست حکومت د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو مخالف دی.ښاغلي شاهين ویلي ((سوال دا پیدا کېږي چې ولې یوه ځانګړي استازي ته اړتیا ده؟ دا ګومان شتون لري چې ښايي نوی ځانګړی استازی ځينې پرېکړې پر افغانستان تحمیل کړي))بلخوا د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان هم په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په دوو نورو غونډو کې چې په ګامبیا او کامرون کې جوړېږي. د نورو مسایلو ترڅنګ به د افغانستان د وضعیت په تړاو هم خبرې وشي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version