عبدالله زاهد

د قطر پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ غونډه پای ته ورسېده.‌لکه څنګه چې مو مخکې ويلي وو، چې د طالبانو نه شتون کې به دا غونډه ګټه ونه لري، ځکه چې د افغانستان واکمن نظام او د افغانانو استازي پکې نه وه، پنځه کسه د مدني فعالانو په نامه هيڅکله د افغانانو نماينده ګي نه سي کولای او دا د غونډې ګډونوالو او ملګري ملتونو سرمنشي ته هم ښه معلومه سوه، دا چې د طالبانو غوښتنې يې نه وې منلي ځکه به راتلونکي کې بيا ځلي خاص د طالبانو سره غونډې کوي، چيري چې به طالبان د افغانستان په نماينده ګي کې موجود وي او د افغان په نامه به هلته مدني فعالانې نور نه وي. دې غونډه کې افغانستان کې د همه شموله حکومت، د ښځو مسئله او افغانستان سره اقتصادي مرستو خبره سوې وه خو همه شموله حکومت يعني څه؟که له همه شموله څخه د ټولو قومونو او سيمو خلک حکومت کې موجود وي هغه خو فعلا هم سته، اما د دوی غوښتنه دا ده چې دلته يو ځلي بيا تېر غلامان او غله حکومت ته ور ګډ کړي، تر څو داخل د نظام کې د غرب او نورو ملکونو ګټې خوندي کړي، چې دا نه مخکې طالبانو ته منظوره وه او نه به هم وروسته ورته د منلو وړ وي، ځکه افغانان نه غواړي بيا ځلي د پرديو ملکونو جاسوسان حکومت کې ولري او پر ځای د افغانانو په خدمت پردۍ دسيسې دلته عملي کوي، طالبان په هيڅ صورت نه غواړي چې د پرديو استخبارات د همه شموله حکومت په نامه افغان حکومت کې ور ګډ سي.د طالبانو تر ټولو کاميابه دريځ هم همدا دی چې خپل منځي اختلافات پکې نسته، خبره يې له مشره تر کشره يوه ده، هيڅ ډله پکې مخالفه نسته، چې نړيوال نه سي کولای په دوی بيا خپلې غوښتنې ومني، فشار پرې وارد کړي؛ اوس د همه شموله په نامه چې کومې نارې وهل کېږي د نړيوالو او سيمه ييز ملکونو دا د دې لپاره دي چې دوی داسې څوک ولري چې بيا يې په ذريعه پر افغان حکومت فشار وارد کړي، اول دغه غلامان د همه شموله په نامه نظام کې داخل سي او بيا به دوی د همدې غلامانو په ذريعه کورنۍ جګړې او نور شوم اهداف د دښمن ملکونو عملي کوي. په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي پر ټاکل کېدو هم بحثونه کېده، خو طالبانو لا ورته له مخکې ويلي وه چې د يوناما استازی افغانستان لپاره موجود دی، نو د بل استازي ټاکلو ضرورت نسته او د همېش په څېر همسايه ملکونه هم غواړي نوې ټاکنې کې خپل شيطانت داخل کړي، خو لکه څنګه چې غونډه بې نتيجې سوه ځکه استازی هم نه دی ټاکل سوی.طالبانو خو ځکه تشريفاتي ګډون نه کاوه چې د افغانستان په اړه بحث کېږي او طالبان به يو بخش له افغانانو ګڼل کېږي، نور چې به څنګه فيصله همسايه ګانو او مخالفينو سره ملګري ملتونو کولای په دوی به يې منل. خو لکه څنګه چې د طالبانو نه شتون کې غونډه بې نتيجې سوه ځکه ملګري ملتونه په پام کې لري چې بيا ځلي غونډې وکړي او شايد دغو غونډو کې طالبان د افغانستان د استازي او د افغانانو نماينده په شکل ګډون وکړي؛ چې د طالبانو غوښتنې به منل کېږي، چې هله بيا بحث هم موثر تمامېدلای سي. د دوحې په ناسته کې د افغانستان له مدني او بشري فعالانو درې ښځې او دوه سړيیو هم برخه لرله. یوه یې محبوبه سراج ده؛ نوموړې د بي‌ بي‌ سي یوې پوښتنې ته په ځواب کې چې طالبان په دغه ناسته کې د افغانستان په استازیتوب د نورو افغانانو په ګډون خوښ‌ نه دي، ويلي: دا زموږ ټولو لپاره سپکاوی دی.خو کله چې دوی بلل سوي وه، د افغان حکومت سره دوی مشوره کړې وه چې موږ غوښتل سوي يو، لاړ شو او که نه؟ که يې مشوره کړې وای نو له دغسي بې عزتۍ سره به نه مخ کېدلای. د دغو پنځو کسانو ګډون بغير له مشورې د موجوده نظام او افغان ولس څخه خپله د افغان ولس او نظام سپکاوی وو چې دوی وکړ، ايا د دې ځواب لري؟ د پخوا په څېر اوس هم د غرب ډول ته په نڅا وي او بيا وايي چې موږ ته توهین سوی ځکه موږ هم افغانان يو، که تاسو افغانان وای د افغانستان له خپلواک نظام سره به مو مشوره کړې وای.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version