د عامې روغتیا وزارت وايي، د کابل په اندراگاندي ماشومانو د درملنې روغتون کې د اکسیجن د تولید څانگې د جوړېدو چارې پیل شوې.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د اکسیجن د تولید یاده څانگه د روغتیا نړیوال سازمان په مالي او تخنیکي همکارۍ جوړېږي، چې په ۲۴ ساعتونو کې به د ۲۰۰ بالونونو د اکسیجن د تولید وړتیا ولري.

د روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال عبدالولي حقاني وايي، د اندراگاندي د ماشومانو د درملنې په روغتون کې د اکسیجن د تولید څانگې جوړېدل د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو او په هېواد کې د ماشومانو په تېره بیا د هغو ماشومانو روغتیايي ستونزو د حل په برخه کې مهم دي چې اکسیجن ته اړتیا لري.

د اندراگاندي د ماشومانو د درملنې په روغتون کې د اکسیجن یاد پلانټ به د څلورو جنراتورونو په لرلو سره د روغتیا نړیوال سازمان په مالي او تخنیکي همکارۍ جوړ شي، چې په ۲۴ ساعتونو کې به د ۲۰۰ بالونونو اکسیجن د تولید ظرفیت ولري او مرسته به یې د یاد روغتون ناروغانو ته د بشپړ اکسیجن رسولو تر څنگ نورو روغتونونو ته هم د اړتیا وړ اکسیجن استول کېږي.

د هېواد په یو شمېر مهمو روغتونونو کې له دې وړاندې هم د اکسیجن د تولید څانگې فعاله شوې دي، خو لا هم ډېر روغتونونه یاده اسانتیا نه لري او له اکسیجن له نورو روغتونونو او یا هم له بازار څخه اخلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version