د کرنې، اوبولگولو او مالدارۍ وزارت وايي، د دغه ولایت د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د بېرته راگرځولو کمېټې له لوري د هلمند په گرمسېر کې لسگونه جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه شوې ده.

یاد وزارت ویلي، د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی د کرنې، اوبولگولو او مالدارۍ وزارت له لومړیتوبونو څخه دی، چې ټولې غصب شوې ځمکې د چارواکو له تایید او حکم وروسته بېرته راگرځول کېږي.

له بل لوري د هلمند پېښو سره د مبارزې ریاست وايي، د کډوالو نړیوال سازمان سره په گډه همکاري یې د یاد ولایت په گرشک ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو ۱۱۰ کورنیو سره د غیرخوراکي توکو مرسته کړې ده.

یاد ریاست ویلي، په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته کمپلې، د پخلنځي توکي، سولري کېټ، پلاستیکي فرش، ژمنۍ جامې او هغو کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړډول ویجاړ شوي وو، هرې کورنۍ ته ۱ باب خیمه ووېشل شوه.

د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله په هېواد لسگونه کسانو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي او زرگونه جریبه کرنیزه ځمکه یې هم وړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version