په اندونیزیا کې د زلزلو د څار حکومتي ادارې راپور ورکړی، چې دغه هېواد «تلاود» ټاپو په سواحلو کې د ریښتر په کچه ۷.۱ درجې زلزلې شوې ده.

ویل شوي، د زلزلې مرکز د ځمکې په ۱۷ کیلو متره ژورو کې و.

اندونیزیایي چارواکو ویلي، چې ژغورونکې ډلې یې سیمې ته استولي او د رامنځته شویو زیانونو ارزونه پیل شوې ده.

د دغې زلزلې له امله د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

د اندونیزیا د زلزلو د څتر ادارې ډاډ ورکړی، چې د دغې زلزلې له امله د سونامي هېڅ ګواښ نشته.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version