هندۍ رسنۍ وايي، د دې هېواد امنیتي ځواکونو د جمو او کشمیر په سامبا ولسوالۍ کې د پاکستان هغه ډرون نيولې چې د وسلو د قاچاق لپاره کارول کېده.

د معلوماتو له مخې، ځايي اوسېدونکو په پالورا کلي کې د ډرون شکمن حرکات لیدلي، امنیتي ادارو ته یې خبر ورکړی، سیمه کې تصفیوي عملیات پيل شوي او د سرحدي امنیت ځواک د جمو او کشمیر پولیسو سره یوځای دوه تومانچې، یو لاسي بم، درې مجلې او څه نور تجهیزات نیولي دي.

له دې معلومیږي چې پاکستان په زیاتېدونکې توګه د وسلو او مهماتو لپاره له ډرون کار اخلي ترڅو د نفوذ ضد له شبکو څخه تېر شي.

دا تجهیزات په داسې حال کې نیول شوي چې هند کې د “جمهوریت ورځې/Republic Day” نمانځنې ته دوه اوونۍ پاتې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version