د ۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند د دارالامان لومړۍ پلې لواء کې د دفاعي ظرفیتونو د لا پیاوړتیا په موخه دوه میله درنې وسلې ترمیم او فعاله شوې.

د یادې قول اردو د خبرپاڼې له مخې، په ترمیم شویو وسلو کې یو میل «BM-12» او یو میل «BM-1» وسلې شاملې دي.

سرچینې زیاته کړې، چې یادې وسلې د چټک او دقیق انداخت وړتیا لري او د ځمکنیو بریدونو پر وړاندې له مهمو دفاعي تجهیزاتو څخه شمېرل کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version