نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د اندونیزیا سوماترا ټاپو کې د سېلابونو او ځمک‌ښویېدنې له امله لږ تر لږه ۲۰۰ تنه مړه شوي او لسګونه نور لادرکه دي.

د دغه هېواد د طبیعي پېښو د مدیریت ملي ادارې ویلي، چې سېلابونه او ځمک‌ښوېیدنې پرون پېل شوې او وړاندوینې ښيي، نن (شنبه) په دویمه ورځ هم دوام ولري.

ویل شوي د ناسمې هوا له امله د ورکو کسانو د موندلو عملیات له ستونزو سره مخ دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version