د بريتانیا یوې معتبرې امنیتي خپرونې (Lloyd’s List) راپور ورکړی چې د یمن د انصارالله ډلې په سره سمندرګي کې له تېرېدونکو کښتیو څخه د حق العبور اخیستلو په اړه جدي بحثونه پیل کړي دي.
سرچينې ويلي، دا اقدام په هرمز تنګي کې د ایران فعالیتونو ته ورته دی او په ډاګه کوي چې حوثیان یوازې د سمندري لارو د ګډوډولو نه، بلکې پر دغو ستراتیژیکو لارو د خپلې بشپړې واکمنۍ د رسمي کولو په لټه کې دي.
د يمن حوثیانو تر دې وړاندې د باب المندب تنګي د تړلو ګواښ هم کړی، چې د نړۍ تر ټولو مهمه سمندري لاره بلل کېږي.
