د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، اوسمهال د هېواد په ۵۲ حرفوي او فني مرکزونو کې نږدې ۲۰ زره روږدي په حرفوي زده‌کړو بوخت دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د څرخي‌پله(امېد کمپ) څخه یې تازه ۵۱۲ تنه روږدي کسان د فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، یادو کسانو په څلورو میاشتو کې بېلابېل فنونه زده کړل او د فراغت سندونه هم ورکړل شول.: «د خوښۍ ځای دی، چې ۵۱۲ تنه له روږديتوب څخه رغېدلي هېوادوال په پينځو حرفو ( د تعمیراتو برېښنا، د کورنیو برېښنايي وسایلو ترمیم، بوټ گنډنې، بېک گنډنې او خیاطۍ) څخه د څلورو میاشتنیو زده‌کړو وروسته فارغ او دسالمو انسانانو او ماهرو کارگرو په توگه خپلې ټولنې او کورنیو سره یوځای شول.»

په خبرپاڼه کې د حرفوي زده‌کړو فارغو کسانو څخه غوښتل شوي، چې اوس له روږدیتوب څخه ژغورل شوي، باید خپلې روغتیا ته پام وکړي، حرفوي زده‌کړې یې تر لاسه کړي او خپلې ټولنې ته دې سم خدمت وکړي.: «له نېکه مرغه د افغانستان د اسلامي امارت له لوري د نشه‌يي په وړاندې جدي مبارزه تر سره او کچه یې نږدې صفر ته را ټيټه شوې ده، چې باید د نړیوالې ټولنې له لوري دا لاسته راوړنه له پامه و نه غورځول شي، بلکې د بدیل کښت په اړه دې له افغانستان سره دې مرسته وکړي.»

د خبرپاڼې له مخې، افغان حکومت خپل مسوولیت گڼي چې خپلو خلکو ته په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته او ستونزې یې ور حل کړي.

اوسمهال د کابل په گډون د هېواد په ډېرو ولایتونو کې زرگونه تنه په نشه‌يي توکو روږدي کسان تر درملنې لاندې دي، چې ډېرو ته یې حرفوي زده کړې هم ورکول کېږي او ټولنې ته د یو سالم انسان په توگه وړاندې کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version