د سي اېن اېن خبري شبکي د راپور له مخې، اوکرایني او امریکايي چارواکي نن په سعودي عربستان کې غونډه کوي، چې له روسیې سره د جګړې د پای‌ته رسولو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړي.

سرچينه زياتوي چې، امریکایي پلاوی به هڅه وکړي چې ځان پوه کړي او وګوري چې ایا کیيف د ډونالډ ټرمپ او د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلېنسکي تر منځ له لیدنې وروسته چې په لفظي شخړه بدله شوه؛ د “رېښتینې” سولې تړون سره لېوالتیا لري او که نه.

دغه راز ویل کېږي، د یادې غونډې یوه مهمه موخه دا هم ده چې د امریکا او اوکراین اړیکو ته اوښتي زیانونه له سره ورغول شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version