د اذربایجان او قرغزستان د کانونو وزارتونو پخوانیو مرستیالانو ارزشکوروف او الماس بیک تومانوف د افغانستان د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ملا هدايت الله بدري سره کتلي دي.

د کانونو او پټروليم وزارت د خبرپاڼې له له مخې، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو استازو په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه مناسب ګڼلي دي.

سرچينه زياتوي چې، د دواړو هېوادونو استازو د افغانستان د کانونو او په ځانګړي ډول د تېلو او ګازو برخه کې د پانګونې ترڅنګ د یو معیاري لابراتوار د جوړولو ژمنه کړې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version