نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې اوکرایني ځواکونو یو ځل بیا د ترکیې ساحل ته نږدې توره بحیره کې د روسیې د تېلو پر یوې لېږدونکې بېړۍ برید کړی.
ویل شوي، هدف ګرځول شوې روسۍ بېړۍ جورجیا ته د لمرګلي تېل لېږدول.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم د اوکراین بېپیلوټه الوتکو توره بحیره کې د روسیې د نفتو پر دوو بېړیو برید وکړ او دواړه یې ډوبې کړي.
پر روسي تېل لېږدوونکو بېړیو بریدونو ته په غبرګون کې د ترکیې ولسمشر ویلي، هېواد یې په لوی لاس د اوکراین جګړې ته راښکل کېږي.
