کرنټ رپورټ رسنۍ د ايران د استخباراتو له قوله راپور ورکړی، چې د وسله والو ترهګرو هغه ډله یې نیولې، چې د پاکستان له ختیځ نه ایران ته داخله شوې وه.

ايراني استخباراتو ويلي، له يادې وسله والې ډلې سره اسرائيلي او امریکايي وسلې هم نيول شوې دي.

د سرچينو په خبره له پاکستان څخه رهبري کېدونکې دې ډلې ايران کې د لاریونونو پر مهال د مهمو زېربناوو د ویجاړۍ او ترور پلان درلود.

ياده دې وي، چې هندوکش غږ پرون ورځ هم په دې اړه راپور خپور کړی و، چې پاکستاني رژيم د ايران د حکومت د بدلون په هڅه کې دی او عملاً د امريکا او اسرائيلو په صف کې ولاړ دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version