د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په نوبتي غونډه کې د پوهنې وزارت د خصوصي زدهکړو ریاست د عوایدو د لوړوالي او غوره مدیریت طرحه او د اړتیا وړ وسایلو او تجهیزاتو پروپوزل تائید شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې یاده طرحه او پروپوزل تر تائید وروسته د وروستۍ پرېکړې په موخه اقتصادي کمیسیون ته سپارل شوي دي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، چې له دې سره به د خصوصي زدهکړو مرکزونه معیاري شي، زدهکوونکو لپاره به مناسب فیسونه وټاکل شي او د دوی ستونزو ته به رسېدنه وشي.
