بلومبرګ امریکایي رسنۍ د یوه امریکايي چارواکي له قوله خبر ورکړی، چې ایران اردن کې د امريکا یو مهم ۳۰۰ میلیونه ډالري رادار سیسټم له منځه وړی دی.
سرچينې ويلي ياد سيسټم، په خلیج کې د امریکا د توغندیو ضد دفاع د لارښوونې لپاره حیاتي ګڼل کېده چې په له منځه تلو سره یې د راتلونکو بریدونو په وړاندې د امريکا د مقابلې وړتیا نوره هم له ګواښ سره مخ کړه.
د معلوماتو له مخې، دسټلایټ عکسونه ښيي چې د جګړې په لومړیو ورځو کې په اردن د موفق السلطي په هوايي هډه کې د RTX Corp AN/TPY-2 رادار او ملاتړي تجهیزات، چې د امریکا د تاد (THAAD) توغندیو ضد دفاعي سیسټمونو لخوا کارول کېږي، ویجاړ شوي دي.
له بلومبرګ وړاندې سياېناېن ته هم یوه امریکايي چارواکي د دغو تجهیزاتو ویجاړېدل تایید کړل.
په ورته مهال بيا د ايران سپاه پاسداران ویلي، چې په اماراتو او اردن کې یې د “ټاډ” او په قطر کې د “عين الصحراء” په نوم امریکایي رادار سیسټمونه په نښه کړي او له کاره یې ایستلي دي.
