د پاکستان د اطلاعاتو پخواني وزیر فواد چوهدري اسلام اباد کې د ايران او امريکا د مذاکراتو له امله د لارو، پوهنتونونو، ښوونځیو، دولتي ادارو او ګڼو بنسټونو تړل کېدو ته په غبرګون ویلي، چې د اسلام‌ اباد خلک اوس د هرمز تنګي پرځای د اسلام‌اباد خلاصول غواړي.

د یادونې وړ ده، چې د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو د دویم پړاو لپاره په پلازمېنه (اسلام‌ اباد) کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو، خو وروسته دا مذاکرات په دویمه ورځ ترسره نشول.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version