د بلوچستان د چاغۍ ولسوالۍ مرکز دالبندین اړوند داریګون سیمه کې ناپېژاندو وسله‌ والو د “نېشنل ریسورسز” په نوم د کان کېندنې پر یوه ځایي شرکت برید کړی.

ځایي سرچینې وایي، دې برید کې د یوه بهرني وګړي او دوه ځايي امنيتي ساتونکو په ګډون ۹ کسان وژل شوي دي.

سرچینو د وژل شویو بهرنیانو د هویت په اړه څه نه‌دي ویلي؛ خو د بلوچستان کانونو کې تر ډېره بریده چینایي اتباع پر کار بوخت دي.

په ورته مهال د پاکستان پوځي رژیم ته نږدې سرچینو د جزئیاتو له ورکولو پرته ویلي، چې سیمه د یاد رژیم عسکرو تر کنټرول لاندې راوستې او تصفیوي عملیات روان دي.

بلوچستان کې پر کان‌کېندونکو شرکتونو بریدونه تر ډېره بلوڅ ازادي‌غوښتونکې ډلې کوي.

هغوی د بلوچستان سرچینې د بلوڅانو حق ګڼي او ادعا کوي، چې پاکستانی رژیم یې د کېندنې چارې په غلا ترسره کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version