کډوالو چارو وزارت وايي، د ايران بهرنيو چارو وزارت د سويلي اسيا مسول محمدرضا بهرامي د دې وزارت له وزير مولوي عبدالکبير سره په کتنه کې د افغانانو د ناقانونه استوګنې د حل لپاره افغانانو ته ۲۰۰ زره کاري ویزو د ورکړې اعلان کړی.

سرچينه وايي، په دې لیدنه کې د ایران او افغانستان د کډوالو د وضعیت، ګډو همکاریو او د سیمې د وروستي حالت په اړه هم خبرې شوې دي.

بهرامي ویلي، ایران به د خپلو ژمنو د عملي کولو ترڅنګ، د افغانانو د استوګنې د قانوني کولو لپاره له کابل سره ګډ کار ته دوام ورکړي.

دغه راز بيا مولوي عبدالکبیر د ایران له لوري د کاري ویزو ورکړه مهمه بللې او ویلي یې دي، چې بهر کې مېشت افغانان خپل هېواد ته د راستنېدو په موخه هڅوي او کوربه هېوادونه دې افغانان په جبري ډول نه وباسي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version