د ننګرهار ولايت مقام د رسنیو دفتر وایي، چې د دې ولايت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو د ایران له کونسل مجید رضا پناه سره په کتنه کې د ویزو د ورکړې د بهیر پر چټکتیا او شفافیت، او همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

د سرچينې د خبرپاڼې له مخې، د صنعت او سوداګرۍ رییس سید عبدالبصیر پاچا او د بهرنیو چارو رییس مولوي جان محمد انقلابي د یو شمېر سوداګرو، صنعتکارانو او پانګه‌والو په حضور کې د ایران کونسل مجيد رضا پناه سره کتلي.

د معلوماتو له مخې مجید رضا پناه د افغان سوداګرو او پانګه‌والو د ملاتړ ډاډ ورکړی او ټینګار یې کړی، چې د ویزو بهیر به لا اسانه او چټک شي، تر څو د متقابل باور پر بنسټ اقتصادي اړیکې لا پیاوړې شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version