واشنګټن پوسټ راپور ورکړی، چې ايران تېره ورځ د پراخو توغنديز بریدونو پر مټ، سعودي عربستان کې د امريکايي ځواکونو شهزاده سلطان هوايي هډه په نښه کړې ده.

سرچينې د امریکایي چارواکو له قوله ویلي، چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۰ امریکایي سرتیري ټپیان شوي، چې له ډلې یې د دوه تنو حالت نازک ښودل شوی.

د معلوماتو له مخې په برید کې د امريکا د هوايي ځواک دوه له تیلو ډکو الوتکو ته هم جدي زیان رسېدلی دی.

له بل لوري ايراني چارواکو هم ياد بريد منلی او ټينګار یې کړی چې نوموړې نظامي هډې‌ ته یې جدي زیان اړولی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version