ایران بالعربیة د ایران دولتي رسنۍ راپور ورکړی، چې ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي امیر سعید ایرواني له عرب هېوادونو غوښتي، چې د دوی پر ضد بريد کې د خپلو خاورو د کارول کېدو مخه ونيسي.
نوموړي له سعودي عربستان، بحرین، قطر، امارات او اردن غوښتي چې د امریکا له لوري پر ایران د بریدونو لپاره د خپلو خاورو کارول کېدو مخه ونیسي او هغه یې د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو اصولو سرغړونه بللې ده.
ايران په وروستۍ جګړه کې، پر هغو عرب هېوادونو پراخ بريدونه ترسره کړل، چې د ايران پر ضد بريدونو کې یې د امريکا له لوري خاوره کارول شوې وه او يا یې هم هلته پوځي حضور درلوده.
