اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې امریکا او ایران د دوهم پړاو مذاکراتو د ترسره کېدو پر سر هوکړې ته نږدې شوي.

په راپور کې راغلي، چې ممکن دا مذاکرات د راتلونکې پنجشنبې په ورځ ترسره شي.

د راپور له مخې، دواړه لوري دا مهال د ناستې د دقیق وخت او ځای پر ارزونې بوخت دي، څو د اوربند تر پای ته رسېدو وړاندې هوکړې ته ورسېږي.

ویل شوي، د ترکیې او مصر په ګډون یو شمېر هېوادونه د دغو مذاراکوتو د منځګړیتوب هڅې کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version