رویټرز خبري اژانس د یوه سیمه ییز ډیپلوماټ په حواله خبر ورکړی، چې ایران غواړي د جمعې په ورځ له امریکا سره د خبرو اترو ځای له ترکیې څخه عمان ته بدل کړي.
سرچينې ويلي، ایران هڅه کوي چې د دغو خبرو اترو تمرکز یوازې په اټومي پروګرام متمرکزه کړي او د سیمې د هیوادونو مستقیم ګډون نه غواړي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو د پيل احتمال له هغې وروسته لوړېږي، چې د امريکا او ايران ولسمشرانو د يوه بل پر وړاندې د نرم دريځ نيولو لاره خپله کړه.
