د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې یوه ایراني پلاوي د دغه وزارت له سرپرست سره په کتنه کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې ځانګړې کاني اقتصادي حوزې د رامنځته کېدو وړاندیز کړی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وایي چې، ایراني پلاوي له نورالدین عزیزي سره په کتنه کې د اوسپنې د تولیداتو د کارخونو، اوسپنې پټلۍ پر پراختیا، او په هېواد کې د سړکونو پر جوړولو هم خبرې اترې کړې دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند وايي:«د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په دې له ټینګار سره چې، د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت او دغه وزارت د پانګوالو لپاره ډېرې اسانتیاوې برابرې کړې دي، د هېواد سرچینو ته په کتو له ایراني پلاوي سره د همکارۍ لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ او د لا بحث لپاره یې یوه تخنیکي ډله معرفي کړه.»

بلخوا، د اقتصادي چارو ځينې شنونکي په بېلابېلو برخو کې د ایران پانګونه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو اقتصادي زونونو جوړېدل د هېواد د اقتصاد په وده او د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې اغېزناک ګڼي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس‌مهال ایران په افغانستان کې د کانونو په ځانګړې توګه د هرات په غوریان کان کې عملاً پانګونه کړې او دا هېواد د افغانستان یو مهم سوداګریز شریک ګڼل کېږي چې هر کال افغانستان ته شاوخوا دوه مېلیارده ډالره واردات لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version