د ایران بهرنيو چارو وزارت ویلي، چې له امریکا سره د اټومي خبرو د بیا پیل لپاره د سیمې د هېوادونو هغه وړاندیزونه ارزوي، چې د تاوتریخوالي د کمولو په موخه وړاندې شوي دي.

ياد وزارت ټینګار کړی، چې د خبرو د چوکاټ په اړه به په نږدې ورځو کې روښانه پایله اعلان شي.

قطر، ترکیه، مصر او عمان د تهران او واشنګټن ترمنځ د پیغامونو د تبادلې په برخه کې د منځګړیتوب رول لري او امکان شته چې د دواړو لورو استازي په استانبول کې غیرمستقیمې خبرې وکړي.

بل لور ته، امریکا په سیمه کې پر پوځي حضور ټینګار کړی، خو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې د جګړې پر ځای د هوکړې غوښتونکی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version