د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ویلي، پوځ ته یې امر کړی د روسیې هغو بریدونو ته ځواب ووایي چې د اوکراین د اوسپنې پټلۍ او ټرانسپورټي زیربناوې یې په نښه کړې دي.
زلنسکي ویلي روسي ځواکونو په وروستیو ورځو کې د اوکراین پر رېل پټلیو بریدونه زیات کړي، چې موخه یې د اوکرایني پوځ د لوجیستیکي بهیر ګډوډول دي.
د اوکراین ولسمشر زیاته کړې، چې د خپلو بنسټونو د ساتنې لپاره به لازم اقدام وکړي او روسیې ته به اجازه ور نهکړي چې له دې لارې پر کییف فشار زیات کړي.
