د «هه‌نګاو» په نوم د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، چې د دوو افغان اتباعو په ګډون چې يوه پکې ښځه وه د څلورو تنو د اعدام حکم د تېرې جمعې په ورځ د تهران په «قزل‌حصار» زندان کې ترسره شو.

د ياد سازمان د راپور له مخې دغه افغان وګړی «خالد تاجک» نومېږي او د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور په اعدام محکوم شوی دی.

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، یوازې په تېره یوه اوونۍ کې په ایران کې په بېلابېلو زندانونو کې د اعدام‌شویو کسانو شمېر ۱۷ تنو ته رسېدلی، چې یوه افغانه ښځه هم پکې شامله ده.

د ایران د بشري حقونو د سازمان د شمېرو له مخې، په ایران کې د تېر کال په پرتله د اعدامونو شمېر ۸۴ سلنه زیات شوی، چې ۴۷۱ کسانو ته رسېدلی دی.

په وروستي کال کې ايران کې د لسګونه افغانانو په ګډون ډېر شمېر بنديان اعدام شوي چې د ايران دا چاره د افغانستان په ګډون د ډېر شمېر هېوادونو له غبرګون سره مخ شوې او افغان حکومت بار بار په ايران غږ کړی چې هلته د افغان وګړو اعدام ودروي او د بند او جزا تېرولو لپاره یې افغانستان ته وسپاري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version