د نړۍ تر ټولو شتمن کس او د ټېسلا شرکت مشر ايلان ماسک، چې څو ورځې وړاندې یې د ډونالډ ټرمپ په حکومت کې د «مؤثريت ادارې» مشري پرېښوده، تازه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له نوې مالیاتي لائحې سره سخت مخالفت کړی دی.

ماسک پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې یاده لائحه «وېروونکې، له بې‌ځایه امتیازونو ډکه او یوه شرموونکې فاجعه» ده.

نوموړي د امریکا د استازو جرګې غړي هم تورن کړي، چې د دغه قانون په تصویب سره یې یوه ستره تېروتنه کړې.

د ماسک له دې څرګندونو سره په سنا کې یو شمېر استازو هم ورته غبرګون ښودلی او د هغه د دریځ ملاتړ یې کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version