د القاعدې اسلامي غورځنګ پوځي څانګې «جماعة نصرة الإسلام والمسلمین» بورکینیافاسو کې پر مالي ځواکونو او حکومتي ملېشو برید کړی، چې په ترڅ کې یې تر ۱۰۰ ډېر پوځیان وژل شوي دي.
د «جماعة نصرة الإسلام والمسلمین» رسنیز ادرس د یوه خبر په خپرولو سره ویلي، چې په دې برید کې ۲۱ پوځیان ژوندي نیول شوي او ۳۳ موټر یې هم ترې سوځولي دي.
د خبر له مخې، همداراز یې درې پوځي موټر، دوه هاوان، دوه آر پي جي راکټ، پنځه دهشکې، ۱۷۴ میله کلاشينکوف او ګڼ شمېر نور پوځي مهمات یې هم ترې غنیمت کړي دي.