اکسیوس خبر‏ي اژانس راپور ورکړی، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د امریکا له خوا د سولې نوې طرحې پر جزئیاتو خبرو ته چمتووالی ښودلی.

نوموړي ویلي، چې ډېر ژر به پر دغې طرحې د خبرو لپاره له خپل امریکایي سیال، ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

د امریکا له خوا وړاندې شوې یادې طرحې له مخې به اوکراین ځینې سیمې پرېږدي، پوځ محدودوي او د ناټو له غړیتوبه تېرېږي.

ورته مهال د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو ځل بیا په ټینګار سره ویلي، روسیه په اوکراین کې له خپلو پوځي اهدافو نه شاته کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version