د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف تېره ورځ (پنجشنبه) ټیلیفوني خبرې کړې.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې او نړۍ پر وروستیو تحولاتو خبرې کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې تهران د سیمې له هېوادونو سره د سولې او ثبات د پیاوړتیا په موخه ډیپلوماتیکې هڅې او مشورې پیل کړې دي.
له بل لوري د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د سیمې د هېوادونو ترمنځ د مشورو او همکاریو چوکاټ جوړول، د شخړو د حل مناسبه لاره بللې او زیاته کړې یې ده، چې مسکو چمتو دی له تهران سره په دې برخه کې همکاري وکړي.
د یادونې ده، چې ایران تر دې وړاندې د افغان حکومت او د پاکستان پوځي رژیم ترمنځ د رامنځته شویو ستونزو د حل لپاره منځګړیتوب او همکارۍ ته چمتووالی ښودلی.
