شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp اکسیوس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د امریکا له خوا د سولې نوې طرحې پر جزئیاتو خبرو ته چمتووالی ښودلی.نوموړي ویلي، چې ډېر ژر به پر دغې طرحې د خبرو لپاره له خپل امریکایي سیال، ډونالډ ټرمپ سره وګوري.د امریکا له خوا وړاندې شوې یادې طرحې له مخې به اوکراین ځینې سیمې پرېږدي، پوځ محدودوي او د ناټو له غړیتوبه تېرېږي.ورته مهال د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو ځل بیا په ټینګار سره ویلي، روسیه په اوکراین کې له خپلو پوځي اهدافو نه شاته کېږي.