اکسیوس وېب‌پاڼې راپور ورکړی، چې د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکا له ولسمشر، ډونالډ ټرمپ سره لیدنه کې په ۲۰۲۶ کال کې پر ایران د بیا برید امکان مطرح کړی.

دواړه لوري د تېرې جون میاشتې ۱۲ ورځنۍ جګړه «بریالۍ» بولي، خو نتنیاهو وایي ښايي د ایران د پوځي او اټومي وړتیاوو د بیا جوړېدو د مخنیوي لپاره نورو بریدونو ته هم اړتیا پېښه شي.

امریکا او صهیونیست رژیم ظاهراً د ایران بالېسټیک توغندیو او اټومي مرکزونو د بیارغونې له امله اندېښمن دي، خو د راتلونکو پوځي ګامونو لپاره یې کوم مشخص مهالویش یا سره کرښه نه ده ټاکل شوې.

‏له بلې خوا، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي خبرداری ورکړی، چې هر ډول یرغل ته به «سخت ځواب» ورکړي، او هم‌مهاله یې د درناوي پر بنسټ د خبرو اترو غوښتنه هم کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version