دا چې نن سه شنبه د امریکا په متحده ایالاتونو کې د جمهوري ریاست ټولټاکنې کېږي، ددې ټاکنو اغیزې به په افغان حکومت څه وي؟
ﺯﻣﺎ په اند ممکن افغانستان نور نو د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په لومړیتوبونو کې نهوي، ځکه چې اوس د امریکا ډېره پاملرنه د اوکراین او منځني ختیځ جګړو ته اوښتې، همداراز د ایران او اسرائیلو ترمنځ د لانجې موضوع تر ډېره ګرمه ده.
په غالب ګومان چې، د افغانستان مسئله د اوس لپاره د دوی په مهمو لومړیتوبونو کې نه راځي.
د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته، هر هغه څوک چې د حکومت واګي ترلاسه کوي، باید د افغانستان په اړه واقع بینانه سیاست اختیار کړي.
لکه څنګه چې ما یادونه وکړه، کټ مټ د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت هم د متحده ایالاتو د ټاکنو په تړاو ویلي و، اسلامي امارت ته دا مهمه ده چې، امریکا کې هر څوک واک ترلاسه کوي؛ د افغانستان په اړه باید واقع بینانه سیاست اختیار کړي.
مرستیال ویاند حمدالله فطرت دا هم ویلي و چې، اسلامي امارت د متحده ایالاتو په شمول له ټولو هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي.
د امریکا په ټاکنو کې بهرنۍ پالیسي ډېرې مطرح نهدي او ډېر کورني مسایل پهکې مهم دي او افغانستان خو اصلًا پهکې یاد شوی هم نهدی.
دا چې پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اوسني ولسمشر مرستیاله کمال هارېس د دې ټاکنو مخکښ سیالان دي؛ که د دوی ترمنځ هر یو ګټونکی/ګټونکې شي، ګومان نهکوم د افغانستان په برخه کې کوم لوی بدلون راشي، ځکه چې په امریکا کې اوس ډېره مهمه مسئله د لویو قدرتونو د رقابت مسئله ده او پر وړو مسایلو ډېره پانګونه نهکېږي.
لنډه دا چې د جمهوریپالو او ډیموکراتانو ترمنځ په خارجي سیاست کې هومره توپیر نهشته، نو ځکه د افغانستان موضوع دوی ته له کور څخه ډېره مهمه نه ده.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.