د انسان فطرت داسې پیدا شوی چې تل غواړي یوازې خپل نوم او دبدبه یې مشهور شي، په بېلابېلو ډګرونو کې یوازې د ده نوم پورته وي او بل څوک یې ترڅنګ ځان څرګند نه کړي او شهرت ورسره ونه وېشي.
په دې لاره کې که اړ هم شي چې له نورو کسانو سره یوځای او همغږی حرکت وکړي او د ګډو ګټو او مصلحتونو له مخې په یوه جبهه او یوه سنګر کې ودرېږي، بیا هم هغه د ننني هدف او شخصي نیت چې ځان مطرح کړي، پټ نه پاتې کېږي او بالاخره په لومړي فرصت کې ځان ښکاره کوي.
د افغانستان د مخالفو او تښتېدلو ګوندونو او جبهو دوستي او همسنګري هم پر همدې انساني فطرت ولاړه ده؛ هغه فطرت چې بل څوک د ځان ترڅنګ نه شي زغملی. تر هغه وخته چې یو بل ته ګټه رسولای شي او یو د بل مرسته کوونکي وي، اوږه په اوږه روان وي او د یو بل ملاتړ کوي؛ خو کله چې لږ تر لږه د ځان بسياینې او خپلواکۍ احساس پکې پیدا شي، یا دا احساس وکړي چې مقابل لوری د بېلتون غوښتونکی دی او یا د دسیسې په فکر کې دی، نو د هغه ریښه له خپلې جبهې او سنګر څخه وباسي او شړي یې.
په افغانستان کې د اسلامي نظام له واکمنېدو وروسته او د جبهو او ګوندونو له هېواده تر تېښتې او په بېلابېلو هېوادونو کې له خپرېدو وروسته، اوس هم د نړۍ په ګوټ ګوټ او رسنیو کې د هغوی غږونه اورېدل کېږي. کله یو ګوند له بل ګوند سره د دوستۍ، ملګرتیا او همکارۍ لاس ورکوي او کله د یوه ګوند غړی په بل ګوند کې شاملېږي او د هغه د موخو د پوره کولو لپاره هڅې کوي.
خو ځکه چې د دغو جبهو او ګوندونو هدفونه او ارمانونه ریښتیني نه دي او د ملي موخو لپاره نه تعقیبېږي، او همدارنګه ځکه چې د ټولو تر شا شخصي مال او ګټې ته رسېدل پټ دي او د هر ګوند مشر غواړي ځان مطرح او مشهور کړي، نو بالاخره له څه مودې همکارۍ وروسته د ګوند مشر خپل مهم غړي په بېاساسه پلمو لرې کوي، یا هم هغه کسان خپله څنډې ته کوي.
د افغانستان ټول مخالف او تښتېدلي ګوندونه له همدې ډول بحران او ستونزو سره مخ دي. هغوی هغه مهال چې پر واک وو او د افغانستان د ملت وینه یې زبېښله، یوازې یې میدان ګرموه او هغه ګټې چې لاس ته ورتلې، یوازې یې خپله ضایع کولې. خو اوس چې د افغانستان له بدنې جلا شوي، د پردیو په غېږ کې ژوند کوي او لاسونه یې له ډېرو ځایونو لنډ شوي دي، اړ شوي چې خپلو سیالانو ته د دوستۍ او همکارۍ لاس وغځوي او هغه خیالي ګټې چې د ځان لپاره یې انځور کړې دي، د وېشلو له لارې د اتحاد او همکارۍ لاره خپله کړي.
خو آن په همدې سوځېدلې خیالي کړۍ کې هم یو له بل سره نه ځاییږي او ډېر ژر یې چیغې او نارې رسنۍ ډکوي چې فلان ګوند له فلان ګوند او فلان جبهه له فلانۍ جبهې، یا د دې ګوند غړي د هغه ګوند له غړو بېل شوي او څنډې ته شوي دي. لامل یې هم ټولو ته څرګند دی: پر شخصي ګټو نه جوړېدل.
هغه چوپه او بې غږه شخړه چې د رباني د زوی او يو بل پخواني زورواکي ترمنځ روانه ده او په حقیقت کې د جمعیت ګوند وارثان بلل کېږي، هم د شخصي ګټو پر سر د همدې جګړې څرګندونه کوي؛ داسې جګړه چې آن دوه اشخاص هم پکې توافق او اتحاد ته نه رسېږي. همدارنګه د عطا محمد نور له لوري د حسامالدین تالقاني د جمعیت ګوند د ویاند له دندې لرې کول، د ګوندونو د غړو ترمنځ، په ځانګړي ډول د جمعیت ګوند دننه، د داخلي اختلافونو یوه نښه ګڼل کېږي.
که څه هم د تښتېدلو مخالفو ډلو او تش په نوم ګوندونو بې فعالي، چې تر اوسه چوپ پاتې شوي او هېڅ ډول فعالیت او غبرګون ترې نه دی لیدل شوی، خپله د بحث وړ موضوع ده؛ خو تر دې هم مهمه دا ده چې هر کله د هغوی غږ پورته شوی، هغه د کوم لوړ او ملي هدف لپاره نه و، بلکې تر ډېره یې د هغو اختلافونو او ستونزو څرګندونه کړې چې د دوی له خپل منځه راپورته شوې دي.
دا ټولې خبرې ښيي چې د دغو ګوندونو او جبهو له تېښتې او تیت و پرک کېدو وروسته، هېڅکله به بیا د امید کوم غږ د هغوی له منځه را پورته نه شي او ټولې هڅې به یې د داسې غشي په څېر وي چې په تیاره کې ویشتل شوی وي او هدف ته ونه رسېږي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


