Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د مخالفو ډلو او پاکستان تاریخي اړیکې؛ پالنه یې لا تازه شوې
    سیاسي لیکني

    د مخالفو ډلو او پاکستان تاریخي اړیکې؛ پالنه یې لا تازه شوې

    عمران آغاعمران آغا21 جون 2026څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    هر ملت داسې وختونه لري چې پکې د خلکو، سیاسي ډلو او اغېزناکو شخصیتونو اصلي دریځونه او موخې ښه څرګندېږي. د پاکستان له لوري د افغانستان د هوايي حریم پرله پسې نقض، د ملکي وګړو وژل، ټپي کول او وحشي بمبارۍ له هغو حساسو او برخلیک ټاکونکو پېښو څخه دي چې د هرې ډلې او هر افغان د ژمنتیا کچه په ډاګه کوي.

    پاکستان څو ځله د افغانستان پر خاوره او ولس تېری کړی چې له امله یې بې‌ ګناه افغانانو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي. په داسې حالاتو کې د افغانستان ولس تمه لري چې ټول سیاسي او ټولنیز جریانونه د ډله ييزو او سیاسي محاسبو پر ځای د هېواد عزت، خپلواکۍ او عليا ګټې لومړیتوب وبولي.

    د دغو بریدونو په غبرګون کې آن له لومړيو افغان حکومت د «ردالظلم» عملیات د یوه دفاعي او د ملکي افغانانو د غچ اخيستلو د اقدام په توګه ترسره کړل او ويې ښودله چې د افغان خاورې هوايي حريم نقض کول او د افغانانو وينه تويول به بې ځوابه نه پرېښودل کېږي، چې لا یې هم پاتې اقدامات تر لاس لاندې دي. دغه اقدام د ډېرو افغانانو په نظر د هېواد له حاکمیت د دفاع او ولس د غوښتنو پايله وه؛ خو له بلې خوا د پاکستان د بریدونو او د افغانستان د هوايي حریم د نقض په بېلابېلو مواردو کې د مخالفينو او ډلو خاموشي ټول ولس په غصه کړی.

    د افغان ولس د مخالفو ډلو دغه چوپتیا او يا په يو شمېر مواردو کې برعکس د افغان حکومت په خلاف او د پاکستان د خوشحالولو لپاره د هغوی په ګټه تبصرې وکړې او پاکستان پلوه دريځونه یې ونيول. له پاکستان سره د دوی دوستي له همدې ځايه ښه څرګنده شوه، چې د مخالفت په عنوان یې حتی د پاکستان د غلامۍ داستان او ژورې اړیکې روښانه کړې. دوی همداراز وښوده چې دوی ته د افغانانو وينه بې ارزښته ده او يوازې د پرديو په جاسوسۍ کې شخصي مفادات او سياسي دښمنۍ ارزښت لري.

    پاکستان ته د مخالفينو غلامي او نږدې اړيکې تاريخي ريښې لري، چې له احمد شاه مسعود څخه راشروع شوي. په ۱۳۷۱ هـ ل کال کې چې کابل د مجاهدينو لاس ته ولوېد، نو هغه وخت د پاکستان د استخباراتي شبکې (آی ايس آی) مشر حميد ګل له احمدشاه مسعود څخه د استخباراتي اسنادو غوښتنه کوي؛ دغه خبر فرنټير چې پاکستانۍ ورځپاڼه ده، په ۱۹۹۲ کال کې را اخيستی؛ چې جنرال حميد ګل د خاد د استخباراتي اسنادو د ترلاسه کولو په موخه کابل ته سفرونه کړي دي. په دغه ورځپاڼه کې راغلي چې: « حميدګل د پاکستان په اړه د خاد مدارک راټولوي» او ورسره زياتوي چې «احمد شاه مسعود اسناد جنرال حميدګل ته ور وسپارل.» له دې چارې د اوسنيو مخالفينو د اړیکو سوابق ښه ښکاري.

    د احمدشاه مسعود پر فکر روان مخالفین پاکستان کې د آی ايس آی او د پاکستان د وحشي پوځ تر سيوري لاندي د افغانستان د بربادۍ خوبونه ويني؛ د پاکستان له دغو وحشي بمباريو څو ورځې وړاندې د آی ‌ايس ‌آی چارواکو د افغان حکومت د ځینو مخالفو ډلو مشرانو سره هم د پاکستان دننه او هم له پاکستان څخه بهر بېلابېلې غونډې او ناستې ترسره کړې. په دغو ناستو کې يې د افغانستان پر سر د معاملې، د افغان خاورې د ناامنه کولو او د افغانانو د وينې تویولو لپاره خپلې پخوانۍ ژمنې بيا تازه کړې.

    د پاکستان د تېريو، بمباريو او ملکي افغانانو د وژنې پر وړاندې د مخالفو ډلو چوپتيا تصادفي نه ده، بلکې د هماغه اړيکو او ژمنو دوام دی چې ريښې يې له ډېر پخوا، بیا تر نن ورځې پورې غځېدلې دي. د دوی له ډلې د ځینو چوپتیا او د ځینو بیا پاکستان ته وفاداري به د ولس په ذهن کې د خیانت په توګه ثبت وي.

    د مخالفو ډلو يوازينی هدف جعلي واک او پيسه ده، هغه که په هېواد کې زرګونه افغانان شهيدان کېږي، يا هم ټول هېواد ورانېږي، دوی ته توپیر نه لري. دوی تل همدا يو سياسي چلند خپل کړی چې د خپلو شومو مقاصدو لپاره د هېواد له برخليک سره لوبې کوي.

    په ټوله کې دا روښانه ده چې د افغانستان د دښمنانو اصلي کړۍ د شعارونو، جعلي وفادارۍ او دروغجنو ادعاوو تر شا خپل پټ اهداف پر مخ وړي، خو د تاریخ له هر پړاو څخه دا ثابته شوې چې د ملت پر ضد معامله، د پردیو په غېږ کې ناستې او د هېوادوالو د وینو په بدل کې د واک لټون هېڅکله وطن دوستي نه ده.

    افغان ولس نن تر بل هر وخت ښه پوه شوی چې څوک د هېواد د درد پر وخت چوپ او د پردیو د بمونو او پروژو تر سیوري لاندې د خپلې سیاسي سوداګرۍ حسابونه پالي. نو ځکه د دې خاورې د بچیانو دنده دا ده چې د هر ډول غلامۍ، فتنو او استخباراتي لوبو پر وړاندې یو موټی ودرېږي، د خپلو ارزښتونو او حاکمیت دفاع وکړي او هیڅکله نورو ته اجازه ورنه کړي چې د جعلي شعارونو په نوم د افغانستان برخلیک یو ځل بیا د پردیو لاس ته ولوېږي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهخليفه سراج الدين حقاني د قزاقستان د لومړي وزير له مرستيال سره پر مهمو موضوعاتو خبرې کړي
    راتلونکي مقاله د افغان او قزاق خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکارۍ ۲۵ هوکړې لاسلیک شوې

    مربوطه لیکنې

    پاکستان او د جبهو د استخدام ناکامه لوبه

    16 جون 2026

    له غرب څخه د هویت او هېواد پالنې ضد نعرې

    15 جون 2026

    له اشغال شويو ډيپلوماټيکو څوکيو د افغان هويت ضد دريځونه

    11 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 21 جون 2026

    د بریټانیا لومړی وزیر سبا دوشنبه له خپلې دندې استعفا کوي

    ‏بریټانوۍ «ابزرور» ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د دغه هېواد لومړی وزیر کي‌یر سټارمر ښايي سبا…

    د افغان او قزاق خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکارۍ ۲۵ هوکړې لاسلیک شوې

    21 جون 2026

    د مخالفو ډلو او پاکستان تاریخي اړیکې؛ پالنه یې لا تازه شوې

    21 جون 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د بریټانیا لومړی وزیر سبا دوشنبه له خپلې دندې استعفا کوي

    21 جون 2026

    د افغان او قزاق خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکارۍ ۲۵ هوکړې لاسلیک شوې

    21 جون 2026

    د مخالفو ډلو او پاکستان تاریخي اړیکې؛ پالنه یې لا تازه شوې

    21 جون 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،167 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،108 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،219 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.