Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»له غرب څخه د هویت او هېواد پالنې ضد نعرې
    سیاسي لیکني

    له غرب څخه د هویت او هېواد پالنې ضد نعرې

    عمران آغاعمران آغا15 جون 2026څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    څه موده وړاندې د بریتانیا په پلازمېنه لندن کې د «افغانستان د سولې او ثبات پر وړاندې خنډونه» تر سرلیک لاندې یوه غونډه جوړه شوه، په دې غونډه کې د بېلابېلو او له ځینو سیاسي جریانونو سره تړلو کسانو ګډون کړی وو. په دې غونډه کې د افغانستان د بې‌ ثباتۍ د لاملونو او د سولې د ټینګښت د لارو چارو په اړه بېلابېل نظرونه وړاندې شول؛ خو هغه څه چې تر ټولو ډېر د خلکو د پام او غبرګون لامل شول، د لیکوال، سیاسي شنونکي او د مقاومت جبهې د غړي محیي‌الدین مهدي څرګندونې وې.

    نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې ادعا وکړه چې «د افغانیت پروژه پای ته رسېدلې ده» او په بله برخه کې یې افغاني او اسلامي هویت په افغانستان کې د بې‌ ثباتۍ له لاملونو څخه وبلل. دې څرګندونو نه یوازې د عامو خلکو پراخ غبرګونونه راوپارول، بلکې د پخواني جمهوري رژیم د ځینو اړوندو څېرو له سختو نیوکو سره هم مخ شوې؛ ځکه ډېرو دا خبرې د افغانستان له تاریخي، ټولنیزو او فرهنګي واقعیتونو سره په ټکر کې وبللې.

    په حقیقت کې، که په افغانستان کې د سولې او ثبات لاملونه له تعصب، سیاسي موخو او قومي تمایلاتو پرته وڅېړل شي، نو په ډاګه کېږي چې د تېرو څو لسیزو د ناورینونو او ناخوالو ریښې په افغانیت او اسلامیت کې نشو پیدا کولی. هغه څه چې همېشه یې د بې‌ ثباتۍ لپاره زمینه برابره کړې، بهرنۍ لاسوهنې، په پردیو قدرتونو پورې وابستګي، تفرقه اچوونکې تګلارې، قومي اختلافاتو ته لمن وهل، د ټولنې د بېلابېلو قومونو او قشرونو ترمنځ د ټکر او تقابل د رامنځته کولو هڅې دي.

    افغاني هویت د افغانستان د ټولو اوسېدونکو ګډ هویت دی. دا هویت د کوم ځانګړي قوم ملکیت نه، بلکې د دې خاورې د ټولو وګړو ګډ هویت دی؛ هغه هویت چې په رسمي اسنادو، نړیوالو اړیکو او د هېواد په تاریخي حافظه کې روښانه او ثابت ځای لري. له همدې امله د افغانیت تر پوښتنې لاندې راوستل، یا هغه له یوه ځانګړي قوم سره تړل، د افغانستان له واقعیتونو څخه د ناسم درک او کمزورې پېژندنې څرګندونه کوي. همدې چارې همېشه د افغانستان د دښمنانو لپاره د ناوړه استفادې او د ټولنیزو درزونو د پراخېدو زمینه برابره کړې او لا یې هم برابروي.

    همداراز، اسلامیت د افغانستان د خلکو د هویت له بنسټیزو او نه بېلېدونکو عناصرو څخه شمېرل کېږي. د دې خاورې خلکو، له قومي، ژبنيو او سیمه‌ ییز توپیرونو سره سره، د پېړیو په اوږدو کې د اسلامي باورونو تر سیوري لاندې ګډ ژوند کړی دی. اسلام په افغانستان کې همېشه د قومونو او ټولنیزو ډلو ترمنځ د پیوستون، همغږۍ او یووالي لامل پاتې شوی او د ټولنیز یووالي په ټینګښت کې یې مهم رول لوبولی دی. له همدې امله، اسلامیت د بې‌ ثباتۍ د عامل په توګه معرفي کول د افغانستان د تاریخي او ټولنیزو واقعیتونو د یوې مهمې برخې له پامه غورځول دي.

    د پام وړ ټکی دا دی چې ځینې جریانونه او څېرې، چې ځانونه د افغانستان، آزادۍ او د خلکو د ګټو مدافعین بولي، په ورته وخت کې له افغانیت او اسلامیت سره مخالفت کوي. حال دا چې هېواد پالنه د ګډ هویت له منلو او د خلکو د اکثریت د منل شویو ارزښتونو له درناوي پرته نه یوازې ناشونې ده، بلکې ګڼې پوښتنې هم راولاړوي: څنګه کېدای شي د افغانستان د دفاع ادعا وشي، خو د افغانستان د خلکو تاریخي هویت تر پوښتنې لاندې راوستل شي؟ او څنګه کېدای شي د ملي یووالي خبرې وشي، خو د ټولنې تر ټولو مهم یووالي بښونکي عناصر د ناورین او ستونزو لامل وبلل شي؟

    حقیقت دا دی چې د افغانستان بې‌ ثباتي، تر هر څه ډېره د وارد شوو نسخو، تحمیلي پروژو، د بهرنیو قدرتونو د سیالیو او هغو تفرقه اچوونکو سیاستونو پایله ده چې د پردیو د مزدورانو او له هغوی سره د تړلیو کړیو له لوري د خلکو ترمنځ خپاره او ترویج شوي دي. د تېرو څو لسیزو تجربې هم ښيي چې هر کله د افغانستان خلک د خپلو ګډو او اسلامي ارزښتونو پر شاوخوا راټول شوي، د ثبات، همغږۍ او ټولنیز یووالي زمینه لا پیاوړې شوې ده او هرکله چې دغه ارزښتونه تر برید لاندې راغلي او د کمزوري کولو هڅې یې شوې، اختلافات، کړکېچونه او ناورینونه هم ورسره ډېر شوي دي.

    بناءً، افغانیت او اسلامیت د سولې او ثبات پر وړاندې خنډونه نه، بلکې په افغانستان کې د یووالي، یو بل منلو او ټولنیز انسجام له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي. هغه څه چې نن باید د سولې او ثبات د خنډونو په توګه تر جدي نیوکې لاندې ونیول شي، د خلکو واقعي ملي او دیني هویت نه دی؛ بلکې هغه فکرونه او لیدلوري دي چې په شعوري یا غیرشعوري ډول د افغانستان د هویت د دغو دوو اساسي ستنو د کمزوري کولو هڅه کوي او کړې یې ده.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو هوکړه شوې
    راتلونکي مقاله د ایران او امریکا تر هوکړې وروسته په نړیواله کچه د نفتو بیې راټیټې شوې

    مربوطه لیکنې

    له اشغال شويو ډيپلوماټيکو څوکيو د افغان هويت ضد دريځونه

    11 جون 2026

    په افغانستان کې د جبهاتو د پسرلنیو عملیاتو په اړه د تبلیغاتي کمپاینونو حقیقت

    10 جون 2026

    پرديپال ولې د تاریخ د مسخه کولو هڅه او د بلې جګړې وړاندوينه کوي؟

    9 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 15 جون 2026

    د ایران او امریکا تر هوکړې وروسته په نړیواله کچه د نفتو بیې راټیټې شوې

    نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې له اعلان وروسته…

    له غرب څخه د هویت او هېواد پالنې ضد نعرې

    15 جون 2026

    د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو هوکړه شوې

    15 جون 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ایران او امریکا تر هوکړې وروسته په نړیواله کچه د نفتو بیې راټیټې شوې

    15 جون 2026

    له غرب څخه د هویت او هېواد پالنې ضد نعرې

    15 جون 2026

    د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو هوکړه شوې

    15 جون 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،165 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،106 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،210 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.