Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»پاکستان او د جبهو د استخدام ناکامه لوبه
    سیاسي لیکني

    پاکستان او د جبهو د استخدام ناکامه لوبه

    عمران آغاعمران آغا16 جون 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د سیاست د لوبو ډګر دومره پراخ او وسیع دی چې انسان نه شي کولای حدود یې مالوم او یا وروستۍ پوله ورته وټاکي.

    کله چې دا رنګارنګ سیاست د مبارزې، تقابل او سیالۍ ډګر ته راودانګي او د نورو هېوادونو پر ضد د یوې وسیلې په توګه وکارول شي، نو د دې لوبې بڼه بدلېږي او د فعالیت ساحه یې لا پراخېږي. په دغه سیاسي لوبه او د سیاست په جګړه‌ ییز ډګر کې بېلابېل چلونه، دسیسې او فرېبونه کارول کېږي، اسلامي ارزښتونو، ټولنیزو او اخلاقي اصولو ته هېڅ پاملرنه نه په کې کېږي.

    دا حقیقت له هیچا پټ نه دی چې له پاکستان سره ګاونډیتوب هېڅکله هم د افغانستان لپاره خیر او ښېګڼه نه ده درلودلې. دې هېواد تل هڅه کړې چې له افغانستان څخه یوازې خپلې یو اړخیزې ګټې خوندي کړي، تر هغه وخته چې د خپلو ګټو د خوندیتوب ډاډ ورسره و، د دوستۍ او مسکا څېره یې غوره کړې وه. خو کله یې چې خپلې ګټې له ګواښ او نابودۍ سره مخ لیدلې دي، سمدستي یې دسیسې او فریبکارۍ د دواړو هېوادونو د اړیکو او تعاملاتو ډګر ته راایستلې دي.

    له هغه راهیسې چې په افغانستان کې اسلامي حاکمیت ټینګ شوی، د اسلام او اسلامي نظام بیرغ د دې هېواد پر هسکو څوکو رپېدلی، دې ځورېدلي هېواد د رښتینې خپلواکۍ او آزادۍ خوږ خوند څکلی، د آزاد ژوند معنی او مفهوم یې په عملي ډول درک کړی دی.

    همدا رښتینې آزادي او خپلواکي هغه خوب دی چې پاکستان ترې وېره لري؛ دا چاره د افغانستان پر ضد د پاکستان پټې موخې او پټ خوبونه له ننګونو سره مخ کوي او د ناکامۍ پر لور یې بیایي.

    که وګورو پاکستان په همدې لنډه موده کې څو ځله د افغانستان پر حریم وسلوال تېری کړی او د افغانستان بې‌ ګناه ولس یې په وینو لړلی دی. دې نا اهله هېواد او ګاونډي په دې هم بسنه نه ده کړې، بلکې وخت ناوخت د خپلو پلورل شویو عناصرو او اجیرو کسانو په وسیله هڅه کوي چې افغانستان له دننه تخریب او د ناامنۍ لمن پکې پراخه کړي.

    په همدې بنسټ، وخت په وخت داسې جبهې او ډلې راڅرګندېږي چې په بېلابېلو نومونو او نښانو ځانونه معرفي کوي او د رسنیو له لارې ظهور کوي. دغه ډلې د نورو هېوادونو له لوري د ټاکل شویو ناولیو موخو په عملي کولو سره هڅه کوي د خپل هېواد پاکه خاوره، بې ثباته او نا امنه کړي.

    خو بیا هم په دې کې هېڅ شک نشته چې د اسلامي نظام تر واکمنۍ لاندې د افغانستان جغرافیه له فوق العاده او سراسري امنیت څخه برخمنه ده، د دې تبلیغاتي، تش په نوم جبهو او ډلو ټپلو راڅرګندېدل او ادعاوې نشي کولای دغه امنیت له جدي ګواښ سره مخ کړي.

    خو اصلي خبره دا ده چې آیا دغه جبهې او ډلې رښتیا هم له داخل څخه تمویلېږي، که یې تګلاره او مسیر له بهره ورته ټاکل کېږي؟ له هېڅ عاقل انسان څخه پټه نه ده چې د دې جبهو مشران او لارښوونکي له پراخ او بې‌ ساري ملاتړ څخه برخمن دي، دا ډول ملاتړ طبعاً د کوم ځواکمن هېواد یا اغېزمن لوري له خوا برابریږي؛ داسې هېواد چې هېڅ مالي محدودیت نه لري.

    بل لوري ته هغه څه چې دې جبهو او ډلو په رسنیو کې نندارې ته وړاندې کړي او هغه ادعاوې چې دوی یې مطرح کوي، داسې انګیرل کېږي چې دوی له سوځېدلو مهرو او د میدان له داسې عادي سرتېرو پرته بل څه نه دي چې د نورو هېوادونو د پټو او ناوړه موخو د پلي کولو لپاره کار کوي.

    دا خبره او انګېرنه د هرې داسې ډلې او جبهې تر شا پرته ده او هر بافکره او هوښیار انسان یې په اسانۍ درک کولای شي چې دا ادعاوې او شعارونه، له دسیسو او پټو موخو پرته بل څه نه دي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره وغځاوه
    راتلونکي مقاله د ایران پوځ: ایران به له هوکړې وروسته هم د خپل دفاعي ځواک پیاوړتیا ته دوام ورکړي

    مربوطه لیکنې

    آیا د افغان حکومت او مخالفینو ترمنځ د اختلاف اصلي ټکی سیاسي نظام دی؟

    12 جولای 2026

    مخالفین د نظام د نوعیت تر شا څه پټوي؟

    9 جولای 2026

    اروپا سره د اړیکو نوی فصل؛ د مخالفینو ویر او تبلیغاتي ناکامي

    7 جولای 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 12 جولای 2026

    سپاه پاسداران هرمز تنګي کې د دويمې کښتۍ د په نښه کېدو اعلان وکړ

    د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی، چې په هرمز تنګي کې یې دویمه بېړۍ هم…

    افغان حکومت د قطر د پخواني امیر پر مړینې خواخوږي ښودلې

    12 جولای 2026

    د کاناډا په ټورنټو‌ ښار کې د ډزو له امله دوه کسان وژل شوي

    12 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    سپاه پاسداران هرمز تنګي کې د دويمې کښتۍ د په نښه کېدو اعلان وکړ

    12 جولای 2026

    افغان حکومت د قطر د پخواني امیر پر مړینې خواخوږي ښودلې

    12 جولای 2026

    د کاناډا په ټورنټو‌ ښار کې د ډزو له امله دوه کسان وژل شوي

    12 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،171 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،112 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،226 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.