د ایراني رسنیو د راپورونو له‌مخې، د دغه هېواد قضایه قوې نن سهار د بهمن چوبي په نوم یو کس د صهیونیستي رژیم استخباراتو ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړ.

ایراني چارواکو ویلي، نوموړی د موساد له افسرانو سره مستقیمه اړیکه درلوده او د پيسو او سفري لګښتونو په بدل کې يې د ایراني بانکونو معلومات صهیونیستي استخباراتو ته ورکړي وو.

ویل شوي، بهمن چوبي په ډېټابېس او بانکي مسائیلو کې تخصص درلود.

د ویلو ده، چې ایراني استخباراتو له تېرې ۱۲ ورځنۍ جګړې راوروسته د صهیونیستي رژیم استخباراتي ادارو ته د جاسوسۍ په تور ګڼ شمېر کسان نیولي او په دار ځړولي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version