ايراني امنیتي چارواکي وايي، د هوایي دفاع سېستمونو یې د ايران په لوېدیځ کې د امريکا MQ-9 پرمختللې ډرون الوتکه را غورځولې ده.

ایراني چارواکو په دې اړه نور جزئیات نه‌دي وړاندي کړي؛ خو امریکا له دغو ډرونونو په منځني ختیځ کې په استخباراتي ماموریتونو کې کار اخلي.

امریکایي چارواکو تر دې مهاله په دې اړه څه نه‌دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې امریکایي چارواکو ویلي چې ممکن دوی هم د ایران او صهیونیستي اسرائیلو په جګړه کې ښکېل شي.

د ویلو ده، چې د امریکا او یمن ترمنځ د کړکېچونو پر مهال حوثیانو هم ګڼ شمېر دغه الوتکې په خپل هوایي حریم کې غورځولې وې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version